IQNA

د ویانا پوهنتون څيړاند؛

 د ؛بسم الله ؛عبارت په عربي او کپټک پاپیرس  کې مشترکه ځانګړنه لري

6:56 - September 25, 2023
د خبر لمبر: 3488003
ایکنا(تهران) فرهاد قدوسي وائي، عربی پاپیرس او یا  دوو ژبو پاپيرس عربی برخه  چې معمولا مسلمانو کاتبانو لیکلي دي ،په ؛بسم الله الرحمن الرحیم ؛ سره پيلیږي او کپټک او یوناني پاپیرس هم  په ؛بسم الله ؛عبارت سره پیلیږي او  په ډير لږ مورد کې هم د صلیب نښه نه لري.

یکنا راپور راکوي،د امریکا په میشیګن  کې دویانا یالتي پوهنتون دڅيړنیزې برخې غړي فرهاد قدوسي د ؛اسلام د پیغمبر سیرت اوژوند لیک په باب د بحثونو د ټولګې په دوام کې د اسلام د سرکینیو وختونو د تاریخ لپاره  دمادي سرچینې په توګه د پاپیرس (پاڼې) ارزونې ته مخه کړې او وئيلي ئې دي ،څه دپاسه څلور زره کلونه مخکې پاپيرس چې د مصر له ځاي او  په همدې نامې سره له یوه  بوټي څخه تولیدیږي ،په مصر او نورو شاوخوا سیمو کې د اصلی لیکنې د مادې په توګه کارول کیدل.  د پاپیرس نومې پاڼو  جوړول او ځای په ځاي کول ئې د لرګي ،پوستکي او د  خټیزو لوحو  او پاڼو په څير د نورو پاڼو په نسبت ډير آسان  وو. همداارز دا  په ډير زیات اندازه او ښه کیفیّت او پلواني سره جوړیدلی شول او دا کار ددوی د پراخې استفادې په دودیدا کې ډيره اغیزشیندونکي وه.

پاپیروس - ویکی‌پدیا، دانشنامهٔ آزاد

په قرآن کې په دوو آیتونو کې یعني د  انعام سورې په ۷ او ۹۱ آيتونو کې  او د سلام له سرکینیو وختو څخه مخکې او په دغه پړاؤ کې په عربي شعرونو کې  پاپیرس  ته هم اشاره شوې ده چې  له پاپیرس څخه دعربستان ټاپو وزمې داوسیدونکو  د استفادې او ورسره بلدتیا ته اشاره شوې ده. په قرآن کریم کې د پاپیرسیا پيرس  لپاره کارول شوې کلمه قرطاس ده، چې د یوناني کلمې چارټیس څخه د پاپیرس لپاره اخیستل شوې ده.

چگونه از گیاه پاپیروس مراقبت کنیم - پوپونیک

دې ته په پام سره چې مصر د پاپیرس نومې بوټې څخه  د استفادې او دپاڼو دتولید اصلي ځاي پاتې شوی دی  او  ددغه هیواد صحرائي ګرمې آب و هوا ته په پام سره چې د لرغونو آثارو د ساتنې سبب کیږي،له مصر سره په اړونده دوو وروستیو پیړیو (قسطاط ،فیوم ...)کې تر ټولو زیات کشف شوي پيپرس دي .  له مصر په بهر کې ،په فلسطین کې په نقب دښتې کې ،په اردن کې  د بحرالمیت سره په نزدې خربت المیرد کې  او په سورئې  کې له دمشق ښاره په بهر کې او دعراق په سامرا کې ئې پيداوار ډير زیات ؤ چې د اسلامي تاریخونو په اساس په ۸۳۶میلادي کال کې  هغلته د عباسی خلیفه معتصم  د پیپرسو  تولید کارخانه هم تاسیس کړې وه.

اټکل کیږي، په مصر ،اروپائي هیوادونو  او شمالی امریکائي هیوادونو کې په موجودو میوزیمونو  او ټولګو کې د اسلامی –عربی پیپروسو تر لسګونو زرو پورې ټوټې یا پاڼې شته دي چې په مرتب ډول دوي ته نوی کشفیات چې کیږي، هم ورزیاتیږي.

اختراع کاغذ و تاریخچه ی آن | کاغذ، اختراعی بدیع - نوفه

عربی پيپرس او یا په دوو ژبو لیکل شوي پيروسو عربی برخه چې معمولا مسلمانو کاتبانو لیکلی دي، په بسم الله الرحمن الرحیم ؛ سره پیلیږي،په داسې حال کې چې پپټیک او یوناني پيپرس  او یا په دوو ژبو لیکل شوي د پیپرسو یوناني او کاپټیک  برخې  چې  معمولا مسیحي کاتبانو لیکلی دي، هم ، په بسم الله  ؛ عبارت سره پیلیږي او  په ډیرو کمو موردونو کې هم د صلیب کومه نښه نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4170690

captcha